مطبوعاتي خبر پاڼه د ۱۳۹۷ لمریز کال کب د میاشتې ۱۰ مه
پر ۲۱۵میوند قول اردو د برید په هکله د ملي دفاع وزارت خبرپاڼه
کابل-افغانستان: ۱۲ تنو وسله والو ترهګرو د شپې په ۲ بجو پر ۲۱۵ میول قول اردو باندي یو پیچلی ترهګریز برید تر سره کړ.
په دې نښته کې ۴ تنه ترهګر وژل شوي او نور یې ملي اردو ځواکونو کلابند کړي دي . د نښتې پر مهال زمونږ امنیتي ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اووښتې ده.
اوسمهال د ملي اردو ځواکونو چانیز عملیات دوام لري د مرګ ژویلې په اړه نور معلومات به د عملیاتو په پایله کې تاسو سره شریک کړو.