د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو څخه ۵۰۰ تنه مجاهدین فارغ شول

s.mohmand

تیره ورځ د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو څخه ۵۰۰ تنه مجاهدین له درې میاشتني نظامي فکري او عقیدوي زده کړو وروسته د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

غونډه کې ا.ا.ا د دارلافتاح رئیس او د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو مسؤلینو، او مجاهدینو کډون کړی وو، مسؤلینو فارغ شوي مجاهدین خپلو مسؤلیتونو ته متوجې کړل چې ستاسو هڅې د مادياتو لپاره نه بلکې د اسلامي نظام د استحکام لپاره دي، لکه څنګه مو چې اشغال مات کړ اوس هم د اسلامي نظام، هيواد او ولسونو ساتنې ته په کلک هوډ ملا وتړئ او په ټول قوت سره له ملي ارزښتونو څخه دفاع وکړئ

همدا راز مجاهدینو ژمنه وکړه چې په پوره اخلاص سره به خپل مسؤلیت ادا کوي، په پای کې یادو فارغانو خپل نظامي حرکات او مانورونه ترسره کړل اوسندونه ورکړل شول.