په میدان وردګو ولایت کې ګڼ شمیر مهمات ونیول شول

s.mohmand

د میدان وردګو ولایت مرکز میدانښار سره پله سیمه کې د ملي دفاع وزارت اړوند زړورو مجاهدینو له لوري د یو کشفي راپور په اساس یو عراده تونس موټر له یو شمیر مهماتو سره ونیول شو.

په دغو مهماتو کې ۸۵۰۰ د ثقیله اسلحې مرمۍ او  ۴۵۰۰ د خفیفه اسلحې مرمۍ شاملې دي چې له هیواد څخه بهر ته قاچاق کیدل.

همدا راز نیول شوی کس د څیړنو لپاره اړوند ارګانونو ته وسپارل شو.