د ملي دفاع وزارت د قطعاتو او جزوتامو مسؤلین د عامه خدمتونو له ښوونځي څخه فارغ شول

s.mohmand

د ملي دفاع وزارت د عامه خدمتونو له ښوونځي څخه د مرکزي او سیمه ایزو قول اردوګانو ۴۰ تنو مجاهدینو د عامه چارو او حقوقو په برخه کې له مسلکي زده کړو وروسته د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې فارغ او د فراغت سندونه یې ترلاسه کړل.

په دې مراسمو کې د وینا پر مهال، مسؤولینو د "عامه چارو او حقوقو" د دندو او مسؤولیتونو په تړاو خبرې وکړې او د رسنیو د تبلیغاتو په مخنیوي او د جنايي جرمونو په کمولو کې یې د مسلکي او لوستو کسانو رول مهم وباله.

همدا راز په دغه غونډه کې د جګړه ایزو کډو زده کړو مرستیال، مسؤولینو، ښوونکو او نورو مجاهدینو ګډون کړی وو، چې د یو تمثیلي نمایش په ترسره کولو او فارغانو ته د سندونو په ورکولو پای ته ورسید.