د جګړیزو ګډو زده کړو له قوماندانۍ څخه (۸۸) تنه د پنجشیر ولایت ځوان جلب شوي مجاهدین فارغ شول

s.mohmand

 د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ څخه د پنجشیر ولایت (۸۸) تنه نوی جذب شوي ځوان مجاهدین د منځمهاله پوځي او عقیدتي زده کړو ترلاسه کولو وروسته نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

په دې مراسمو کې د ملي دفاع وزارت د تعلیماتو او پرسونل معاونیت مرستیال مولوي باز محمد «حمیدي» د ښوونې ،روزنې او دوکتورینو قوماندان الحاج ملا عبدالجبار «صدیقي» د جلب او جذب قوماندان مولوي تراب الهادي «طیب عمر» او د یاد وزارت ګڼ شمیر مسئولینو او مجاهدینو ګډون کړی وو.

په غونډه کې مسئولینو د اسلامي اردو په لیکو کې ملي یووالی اړین وباله او ډاډ یې ورکړ، چې داسې یوه اسلامي ملي اردو به چمتو کړي چې د اسلامي ارزښتونو، ملي یووالي ،ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا  ساتونکي وي. 

د یادونې وړ ده چې دغه نوي جلب شوي ځوانان د پنجشیر ولایت څخه وو، چې د خپل دین او هېواد د خدمت کولو لپاره یې په ډیره مینه او جذبه نوم لیکنه کړې وه او همدا راز په پای کې یادو فارغانو ته ستاینلیکونه هم ورکړل شول.