د ملي دفاع وزارت د لومړي مرستیال د دفتر رئیس معرفي شو

s.mohmand

د ملي دفاع وزارت رهبرۍ د لزوم دید له مخې ملا محمد اعظم "حافظ فدا" د لومړي مرستیال د دفتر رئیس ټاکل شوی وو نن د یاد وزارت د دفتر رئیس مولوي خان محمد "نصرت" له لوري رسماً معرفي شو.

په دغه غونډه کې د ملي دفاع وزارت د دفتر رئیس مولوي خان محمد "نصرت" ، د مخابره ریاست رئیس مولوي صلاح الدین "خویدم"، د کشف او استخباراتو ریاست رئیس مولوي علي محمد "معتصم" او ګڼ شمیر مسؤلینو او مجاهدینو ګډوڼ کړی وو.

 د مسؤلینو له لوري نوي رئیس ته د مبارکۍ ترڅنګ په چارو کې د بریالیتوب هیله وکړه په پای کې نوي رئیس مسؤلینو ته د ښه خدمت کولو ډاډ ورکړ.