د ۲۰۳ منصوري قول اردو په لومړۍ لوا کې (۷۰) تنه مجاهدین د انجنیرۍ (RCC) مسلکي کورس څخه فارغ شول
د ۲۰۳ منصوري قول اردو په لومړۍ لوآ کې ۷۰ تنه مجاهدین د انجنيرۍ (RCC) له مسلکي کورس څخه د ډول ډول ماینونو د کشف او شنډولو په برخه کې نن د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
په دغو مراسمو کې د یادې لوآ قوماندان حافظ عبدالرشید (عمري)، د ښوونې او روزنې امر مولوي نورولي (وحدت)، ګڼ شمېر مسؤلینو او مجاهدينو ګډون درلود.
مسؤلینو په خپلو خبرو کې د مجاهدینو هڅې وستایلې او خپلو راتلونکو مسؤلیتونو ته یې متوجې کړل، په پای کې مسؤلینو یادو مجاهدینو ته بری لیکونه هم ورکړل.