د ۲۰۹ الفتح قول اردو نوی قومندان معرفي شو
د نويو ګمارنو په لړ کې د ا.ا.ا رهبرۍ د حکم له مخې د مرکزي د قول اردو مخکینی قومندان مولوي نصرالله "مطيع" د ٢٠٩ الفتح کې قول اردو د قوماندان په توګه ټاکل شوی وو؛ تیره ورځ د قول اردو مرستیال په ګډون د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د یادې قول اردو مجاهدينو او منسوبینو ته ور وپيژندل شو او رسماً يې خپله دنده پيل کړه.
په دغو مراسمو کې نوي قوماندان په خپلو خبرو کې وويل "دغه نظام د زرګونو خلکو له قربانيو وروسته لاس ته راغلی چې ساتنه يې پر زموږ او ستاسو فرض ده" په پای کې نوي قومندان د یادې قول اردو ټولو مجاهدینو او منسوبینو ته دښه خدمت ډاډ ورکړ.