د ۲۰۹ الفتح قول اردو (۵۰) تنه مجاهدین د ژوند ژغورنې له کورس څخه فارغ شول

s.mohmand

د ۲۰۹ الفتح قول اردو د قطعاتو او جزوتامونو ۵۰ تنه مجاهدین په مزارشریف کې د یو سل بستریز روغتون قومندانۍ د جنګي ژوند د ژغورنې (CLS) کورس څخه د عملي او نظري زده کړو له تېرولو وروسته فارغ شول.

دغه مراسمو کې د ستر درستيز صحيه قوماندانۍ رئيس ارکان برید جنرال ډاکټر حسین ګل "پاکنهاد"، د قول اردو سرطبيب ډګروال محمد حنیف "هاشمي"، د علمي او معالجوي معاونيت سرپرست، متخصصینو او د يادې قول اردو اداري پرسونل ګډون کړی وو.

دغه غوڼده کې فارغان د مسؤولینو له خوا خپلو راتلونکو مسؤلیتونو ته متوجه شول او د غونډې وروستیو کې فارغانو ته ستاینلیکونه هم ورکړل شول.