د ملي دفاع وزارت یو شمېر ریاستونو ته نوي رئیسان معرفي شول

s.mohmand

 د ملي دفاع وزارت د رهبری لزوم دید له مخې او کارونو لاښه سمون په خاطر د ستر درستیز د مخابرې او ټکنالوژۍ مخکینی رئیس مولوي خان محمد "نصرت" د یاد وزارت دفتر ریاست د سرپرست په توګه او مولوی صلاح الدین خویدم ددغه وزارت مخکینی دفتر رئیس د ستردرستیز د مخابری او تکنالوژی ریاست سرپرست په توګه  او د تدارکاتو ریاست مخکینی مرستیال مولوي بشیر احمد "حمزه" د مادي او تخنیکي معینیت د اپراتیف عمومي مدیر په توګه ټاکل شوي وو، نن د استخباراتو او تکنالوژۍ معینیت معین الحاج ملاشیرین "اخند" له لوري رسماً معرفي او په کار یې پیل وکړ.

په یاده غونډه کې د ملي دفاع وزارت مشرتابه نویو ټاکل شویو رئیسانو ته د لازمو لارښونو ترڅنګ په چارو کې د بریالیتوب هیله وکړه، په پای کې نوموړو رئیسانو د ښه خدمت کولو ډاډ ورکړ.