د ۲۰۱ "خالد بن ولید" قول اردو مرستيال رسماً معرفي او په کار یې پیل وکړ
د ا.ا.ا رهبرۍ د حکم په اساس مولوي محمد نظامي د ۲۰۱ خالد بن ولید (رض) قول اردو د مرستیال په توګه ټاکل شوی وو، نن ورځ د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د ملي دفاع وزارت ستر درستیز مرستیال حاجي مالي خان، د ستر درستيز ريس ارکان مولوي شبير احمد "عثماني" او د يادې قول اردو قوماندان مولوي عبدالصبور "ابودجانه" له لوري رسماً معرفي او خپله دنده يې پيل کړه.
د ملي دفاع وزارت ستر درستيز مرستيال په نظام کې بدلون يو اصل وباله او د رهبرۍ د حکمونو پر اطاعت يې ټينګار وکړ، نوموړي د خالد بن وليد قول اردو نوي مرستيال ته په ورسپارل شويو چارو کې د برياليتوب هيله وکړه.