د ملي دفاع وزارت د محاربوي ګډو زده کړو له قوماندانۍ څخه ۵۲ تنه مجاهدين فارغ شول

s.mohmand

 د ملي دفاع وزارت د بېلا بېلو قول اردو ګانو څخه ۵۲ تنه مجاهدین له ( چاودیدونکو توکو سره د مبارزې) کورس څخه د محرابوي ګډو زده کړو له روزنیز مرکز څخه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

 په دې مراسمو کې د ګډو پوځي زده کړو مرکز قوماندان مولوي محمد هاشم "حذیفه"، رئیس ارکان مولوي شیراحمد "محمدي"، د دې قوماندانۍ منسوبینو، مجاهدینو ګډون درلود، مسؤلينو فارغ منسوبین وهڅول او خپلو راتلونکو مسؤلیتونو ته يې متوجه کړل، ياد مراسم د تصديق پاڼو په ورکړې سره پای ته ورسيدل .