د ملي دفاع وزارت له لوري سېلاب ځپلو ولایتونو سره وروستي مرستندویه عملیات

s.mohmand

په ننګرهار، زابل، غزني، لوګر، لغمان، کندهار او یو شمېر نورو ولایتونو کې د ورستیو پر له پسې سختو اورښتونو له امله سېلابونه راووتل، چې په زیاتو سیمو کې ویجاړي را منځته کړې؛ د هېواد هوايي ځواک دغو پېښو ته د ځواب ویلو په موخه د ژغورنې بیړني عملیات تر سره کړل.

په دې موده کې د هېواد د هوايي ځواک منسوبينو د ولايتونو په بېلابېلو سيمو کې ٢٦٦ الوتنې کړي، چې په پايله کې يې د ماشومانو او ښځو په ګډون، د ۳ زرو څخه د زیاتو هېوادوالو ژوند وژغوره چې په سېلابونو کې بند پاتي وو.

د هوايي ځواک ترڅنګ د سیمه ییزو قول اردو ګانو د قطعاتو او جزوتامونو منسوبینو هم د مسؤلیت د احساس له مخې د شته امکاناتو نه په ګټه اخیستنه سره د هېوادوالو مرستې ته ورغلل.

د ملي دفاع وزارت مسؤلینو هېواد کې په سېلابونو د پاتي کسانو وضعیت ته د بېړنۍ پاملرنې تر څنګ د خوراکي او ارتزاقي توکو د مرستو په رسولو سره خپل عملیات په بریالیتوب سره پای ته ورسول.

د ملي دفاع وزارت او ستر درستیز رهبري د وظیفوي مسؤلیتونو په درک کولو سره هېوادوالو ته ډاډ ورکوي، چې پېښو ته د رسېدنې په برخه کې به هيڅ ډول مرسته ونه سپموي.