د ملي دفاع وزارت د ۲۰۵ البدر قول اردو څخه ۷۵۰ تنه ځواکونه فارغ شول

s.mohmand

نن د ملي دفاع وزارت ۷۵۰ تنه مجاهدين له مسلکي، پوځي پرمختللو او فکري زده کړو وروسته، د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د ۲۰۵ البدر قول اردو له ښوونيز مرکز څخه فارغ شول.

د دغه ځواکونو په فراغت غونډه کې يو شمېر پوځي او ملکي مسوولينو ګدون درلود، چې پکې پوځي نمايشات هم ترسره شول.

فارغ شوو سرتیرو ډاډ ورکړ، چې د اسلامي نظام، خلکو د ځان او مال څخه دفاع ته په هر ډول شرايطو کې چمتو دي.