ننګرهار کې يو تن قاچاقبر له ګڼ شمېر وسلو او تجهيزاتو سره ونیول شو

s.mohmand

نن سهار ۰۵:۳۰ بجې د ۲۰۱ خالد بن وليد قول اردو اړوند مجاهدينو د دقيقو کشفي راپورونو پر بنسټ د ننګرهار ولايت دور بابا ولسوالۍ بيربورۍ سيمه کې يو تن قاچاقبر له ۳۴ ميله سپکو او درنو وسلو سره چې پکې (زيکويک، دهشکې، ۸۲ توپ، راکټونه، پيکاوې او کلاشينکوفونه)، ۲ پايه جمرونه، سلګونه فيره بيلا بيل ډول مهمات او ګڼ شمېر پوځي تجهيزات شامل وو، يو ځای ونیول شول.
ياد کس غوښتل دغه وسلې او پوځي تجهيزات ګاونډي هېواد پاکستان ته قاچاق کړي، چې خوشبختانه د بيداره مجاهدينو په هڅو يې شومه موخه شنډه شوه.