د «المنصوري» قول اردو څخه د اسلامي امارت ۱۰۱ تنه سرتیري له مسلکي پوځي زده کړو وروسته فارغ شول
د لوګر والي حاجي مالي خان د فراغت په دغه مراسمو کې وویل: له دین، هیواد او لوړو اسلامي ارزښتونو څخه دفاع زموږ او ستاسو ټولو ګډه دنده ده او ستاسو د رښتینو هلو ځلو په پایله کې د خلکو کورونو ته بشپړ امینت راغلی دی."
د "المنصوري" قول اردو د څلورمې لوا قوماندان فارغانو ته په خطاب کې وويل: "له دې وروسته بايد خلک هیڅ وېره ونه لري، ځکه چې د دوى اتلان بچيان شپه او ورځ په صادقانه توګه د ښه امنیت ټینګښت په موخه په دندو بوخت دي."
همدا راز یادو فارغانو دلوګر ولايت په بيلابيلو سيمو کې په پوځي مانورونو سره خپلې جنګي وړتياوې وښودلې.