ځانمرګو برېد کوونکو چې غوښتل يې سردار محمد داوود خان روغتون ته ننوځي له منځه يوړل شول

s.mohmand

نن غرمه ١٢ بجې، د افغانستان د خلکو دښمنانو يوې ډلې ځانمرګو برېدګرو د امنيتي وضعيت د ګډوډولو او د اسلامي امارت ځواکونو د ننګولو په موخه د چاوديدونکو توکو له چولو وروسته سردار محمد داود خان روغتون ته د ننوتلو هوډ لره، چې الحمد لله د اسلامي امارت د بيداره ځواکونو له چټک غبرګون سره مخ او له منځه يوړل شول.

نور جزيات به وروسته خپاره شي.