د وسلوال پوځ لوی درستیز نن له غرمې مخکې په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو له پوځي اتشې سره وکتل

s.mohmand
چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۳ - ۱۴:۵۰
د وسلوال پوځ لوی درستیز نن له غرمې مخکې په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو له پوځي اتشې سره وکتل

د وسلوال پوځ لوی درستیز ډګر جنرال ولي محمد «احمدزي» نن له غرمې مخکې په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو له پوځي اتشې ډګروال بیکر سره وکتل.

په دې کتنه کې دواړو لوریو پر روان امنیتي وضعیت او د همکاریو پر دوام خبري وکړي.

د وسلوال پوځ لوی درستیز د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې د افغان ځواکونو تجهیز او تمویل کې د افغانستان له حکومت سره د متحده ایالاتو د همکاریو قدرداني وکړ او د افغانستان د ستراتیژیکو ملګرو په ځانګړې توګه د امریکا متحده ایالاتو پر دوامداره همکارۍ یې ټینګار وکړ. 

د امریکا متحده ایالاتو پوځي اتشې وویل، د دفاعي او امنیتي ځواکونو څخه زموږ مرسته او ملاتړ به دوام لري.

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۲۰:۲
Background image

د وسله وال پوځ نوی لوی درستیز معرفي او رسما یې کار پيل کړ

د ملي دفاع وزارت په وړاندیز او د جمهوري ریاست عالي مقام په منظورۍ ډګر جنرال هیبت الله "علیزی" د ځانګړو عملیاتو قول اردو قوماندان...

یکشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۷ - ۱۹:۰
Background image

د کابل ګډ محاربوي ښوونیز مرکز څخه د ملي اردو ۲۶۰ منسوبین فارغ شول

نن د ملي اردو ځواکونو ۲۶۰ تنو افسرانو، برېدملانو او سرتیرو د یو لړ بنسټیزو پوځي زده کړو وروسته...

شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۶ - ۱۵:۴
Background image

د وسله  وال پوځ لوی درستیز شهید سردار محمد داوود خان روغتون کې د دواخان مینه پال د جنازې  په مراسمو کې ګډون وکړ

نن مخکې له غرمې، شهید سردار محمد داوودخان په روغتون کې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز د رییس شهید دواخان مینه پال دجنازې مراسم د وسله وال پوځ لوی درستیز ډګر جنرال ولي محمد احمدزي،. . .

بېرته خبرونه ته