بلخ کې ۵ ترهګر طالبان ووژل شول
نن له غرمې مخکې، هوايي ځواکونو د بلخ ولایت شولګرې ولسوالۍ اړوند د ترهګرو طالبانو غونډه په نښه کړه.
چې په پایله کې ۵ ترهګر طالبان ووژل شول او ۲ تنه نور ټپیان شول.
همدار راز د دښمن ۱ موټر، یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه یوړل شول.