تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۲۶ طالبان ووژل شول, ۱۳۵ ټپيان شول او ۱ تن ونیول شو
دفاعي او امنيتي ځواکونو سره متقابل بریدونو او نښتو کې ۲۲۶ طالبان ووژل شول ۱۳۵ ټپیان او ۱ تن ونیول شو.
همداراز د دښمن یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي.
د دې په خواکې ۱۵ بېلابېل ډول ماینونه چې طالبانو د هېواد په مختلفو سیمو کې د ملکي خلکو، دفاعي او امنیتي ځواکونو د تګ راتګ په لارو کې ځای پرځای کړي وو، د ملي اردو ځواکونو له لوري کشف او خنثی شول.
دغه طالبان د هېواد کونړ، پکتیا، مېدان وردګ, کندهار، هرات، بغلان، جوزجان، هلمند او کابل ولایتونو کې وژل شوي, ټپیان شوي او نیول شوی دی.