پکتیکا کې د یوه پاکستاني په ګډون ۶ ترهګر طالبان ووژل شول
تېره شپه، دفاعي او امنیتي ځواکونو د پکتیکا ولایت جاني خېلو ولسوالۍ اړوند کې ترهګر طالبان په نښه کړل.
چې په پایله کې د یوه پاکستاني په ګډون ۶ ترهګر ووژل شول او ۸ نور ټپيان شول.
همداراز د دښمن یوه اندازه وسلې او مهمات افغان ځواکونو لاسته راغلي.