تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۸۹ طالبان ووژل شول ۱۳۸ ټپیان او ۱ بل نیول شوی
دفاعي او امنيتي ځواکونو سره متقابل بریدونو او نښتو کې ۱۸۹ طالبان ووژل شول، ۱۳۸ ټپیان او ۱ بل نیول شوی.
همداراز د دښمن یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي.
د دې په خواکې ۳۲ بېلابېل ډول ماینونه چې طالبانو د هېواد په مختلفو سیمو کې د ملکي خلکو، دفاعي او امنیتي ځواکونو د تګ راتګ په لارو کې ځای پرځای کړي وو، د ملي اردو ځواکونو له لوري کشف او خنثی شول.
دغه طالبان د هېواد کندهار، زابل، هرات، جوزجان او هلمند ولایتونو کې وژل شوي، ټپیان او نیول شوی دی.