تخار کې د طالبانو یوه مهم قوماندان په ګډون ۱۶ ترهګر ووژل شول

s.mohmand

نن وروسته له غرمې، هوایي ځواک د تخار ولایت مرکز " خسپکه، ګاو مالي او خطایان " اړوند سیمو کې ترهګر طالبان په نښه کړل.

چې په پایله کې د طالبانو یوه مهم قوماندان په ګډون ۱۶ ترهګر طالبان ووژل شول او ۱۴ نور  ټپیان شول.

همدا راز د ښمن یوه اندازه بېلابېل ډول وسلې، مهمات او تجهیزات له منځه وړل شوي دي.