تخار کې د طالبانو ۳ مهم قوماندانانو په ګډون ۲۸ ترهګر ووژل شول
تېره ورځ، هوايي قواوو د تخار ولایت مرکز "خسپکه، چشمه شېر، ګاومالي او خطایان" اړوند سیمو کې ترهګر طالبان په نښه کړل.
چې په پایله کې د طالبانو ۳ مهم قوماندانانو "کوچ بای، سیداغا مشهور په دروېش او ابو داوود" په ګډون ۲۸ ترهګر ووژل شول او ۱۷ نور ټپیان شول.
همداراز د دښمن یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي.