هلمند کې طالبانو د یو کلیدي قوماندان په ګډون ۱۹ ترهګر طالبان ووژل شول

s.mohmand

تېره ورځ، دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوايي قواوو په ملاتړ د هلمند ولایت مرکز او نهر سراج ولسوالۍ اړوندو سیمو کې ترهګر طالبان په نښه کړل.

چې په پایله کې طالبانو د یو کلیدي قوماندان «اکرالله» په ګډون، ۱۹ ترهګر طالبان ووژل شول او ۱۵ تنه نور ټپيان شول.

همداراز د دښمن ۳ موټر سایکل، ۱ پیکا، ۲ کلاشینکوف او ۳ مخابرې له منځه یوړل شوې او د یاد ولایت مرکز اړوند ۱۳ کړۍ ماینونه کشف او شنډ شول.