تخار کې د هوايي برېدونو په ترڅ کې ۲۱ ترهګر طالبان ووژل شول

s.mohmand

نن مازدیګر، هوايي ځواکونو د تخار ولایت مرکز اړوند «صافي ها»، «پل جلاد»، «اهنګرا» او «قریه عزیز خان نهر چمن» کلیو کې ترهګر طالبان په نښه کړل.

چې په پایله کې ۲۱ ترهګر طالبان ووژل شول او طالبانو د یو مخکښ قوماندان په ګډون ۱۲ تنه نور ټپیان شول.

همداراز د دښمن یوه زیاته اندازه وسلې، مهمات او تجهیزات له منځه یوړل شول.