هرات کې د طالبانو تش په نوم ۱ ولسوال او ۲ مهم قوماندانانو په ګډون ۲۰ ترهګر ووژل شول
تېره شپه، دفاعي، امنیتي ځواکونو او ولسي پاڅونکوونکو، د هرات ولایت کرخ ولسوالۍ اړوند کې ترهګر طالبان په نښه کړل.
په پایله کې د طالبانو تش په نوم ۱ ولسوال او ۲ مهم قوماندانانو“ ملا حسام او اخوندزاده” په ګډون ۲۰ ترهګر ووژل شول او ۵۰ نور يې ټپیان شول.
همداراز د دښمن ۵ موټر، ۲۵موټرسايکلونه امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي او ۱ ډيپو یې له منځه وړل شوې ده.