کندهار کې ۸ ترهګر طالبان ووژل شول

s.mohmand

تېره ورځ, دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوایي قواوو په ملاتړ د کندهار ولایت مرکز پنځلسمې حوزې اړوند پر ترهګرو طالبانو چاڼیز عملیات تر سره کړل.

چې په پایله کې ۸ ترهګر طالبان ووژل شول او ۳ تنه نور ټپيان شول.

همدا راز د دښمن یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه یوړل شول.