لوګر کې د ۶ پاکستانیو په ګډون ۲۸ طالبان ووژل شول
تېره ورځ، دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوایي قواوو په ملاتړ، د لوګر ولایت محمد اغې ولسوالۍ "زرغون ښار" کې ترهګرو طالبانو تصفیوي عملیات ترسره کړل.
په پايله کې د ۶ پاکستانیو په ګډون ۲۸ ترهګر طالبان ووژل شول، ۵ نور يې سخت ټپيان شوي او ۲ یې ژوندي نیول شوي.
همداراز د دښمن ۲ موټر او زیاته اندازه وسلې او مهمات یې له منځه وړل شوي.