په بلخ ولایت کې ۲۰۰ اړمنو کورنیو سره د ملي اردو بشردوستانه مرسته

s.mohmand

نن د ۲۰۹ شاهین قول اردو ځواکونو بلخ ولایت دهدادي ولسوالۍ کې ۲۰۰بې ځایه شویو، زیانمنو او اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.

دغو اړمنو کورنیو سره ارتزاقي مواد، چې هغه کې وریجې،غوړي، بوره، لوبیا، نخود او چای مرسته وشوه، په بیلابیلو کڅوړو کې مستحقو کورنیو ته د ملي اردو منسوبینو له لوري ورکړل شول.

یادې ولسوالۍ اوسیدونکو دفاعي او امنیتي ځواکونو په ځانګړې توګه د ملي اردو ځواکونو د کړنو او همکاریو قدرداني وکړه او خپل ملاتړ یې دفاعي او امنیتي ځواکونو څخه اعلان کړل.

افغان دفاعي او امنیتي ملي ځواکونه ترهګرو سره د مبارزې په څنګ کې، هېوادوالو ته د بشردوستانه مرستو زمینه هم برابروي او د خلکو سره مرسته کوي.