بغلان کې ۵ طالب ترهګرو ته مرګ ژوبله اوښتې

s.mohmand

تېره ورځ، دفاعي امنیتي ځواکونو او ولسي پاڅونکونکو د بغلان ولایت مرکز پلخمري ښار اړوند کې طالب ترهګر په نښه کړل.

چې په پایله کې ۳ طالب ترهګر ووژل شول او ۲ تنه نور ټپیان شول.

همداراز د دښمن یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.