هلمند کې د طالبانو سرې قطعې یوه مخکښ قوماندان په ګډون ۲۳ ترهګر ووژل شول
تېره شپه، دفاعي او امنیتي ځواکونو د ګډو عملیاتو په ترڅ کې د هلمند ولايت د لښکرګاه ښار اړوند کې ترهګر طالبان په نښه کړل.
چې په پایله کې د طالبانو سرې قطعې یوه مخکښ قوماندان"مولوي غلام حضرت" په ګډون ۲۳ ترهګر ووژل شول او ۱۳ نور ټپیان شول.
همداراز د دښمن یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.