کندهار کې ۷۰ طالب ترهګر ووژل شول
تېره ورځ، دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوايي قواوو په ملاتړ د کندهار ولایت مرکز اوومې حوزې اړوند او ډنډ ولسوالې کې پر طالب ترهګرو چاڼیز عملیات تر سره کړل.
چې په پایله کې ۷۰ طالب ترهګر ووژل شول او ۸ تنه نور ټپیان شول.
همدا راز په دې عملیاتو کې د دښمن یوه اندازه وسلې، مهمات او تجهیزات له منځه یوړل شول.