تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۰۷ طالبان ووژل شول او ۵۸ نور ټپیان شول

s.mohmand

دفاعي او امنيتي ځواکونو سره متقابل بریدونو او نښتو کې ۱۰۷طالبان ووژل شول او ۵۸ نور ټپیان شول.

همداراز د دښمن یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي.

د دې په خواکې ۱۱ بېلابېل ډول ماینونه چې طالبانو د هېواد  په مختلفو سیمو کې د ملکي خلکو، دفاعي او امنیتي ځواکونو د تګ راتګ په لارو کې ځای پرځای کړي وو، د ملي اردو  ځواکونو له لوري کشف او خنثی شول.

دغه طالبان دغه طالبان د هېواد، لغمان، لوګر، پکتیکا، خوست، بلخ، فاریاب، هلمند، نیمروز، بدخشان، کندوز، تخار او کابل ولایتونو کې وژل شوي او ټپیان شوي دي.