ننګرهار کې د هوايي برېدونو په ترڅ کې ۱۵ طالب ترهګر ووژل شول

s.mohmand

تېره ورځ، هوايي ځواکونو د ننګرهار ولایت حصارک ولسوالۍ اړوند طالب ترهګر په نښه کړل.

 چې په پایله کې ۱۵ طالبان ووژل شول او ۸ تنه نور ټپیان شول.

په دې برېدونو کې د دښمن یو شمېر وسلې او مهمات له منځه یوړل شول.

همدا راز په یاده ولسوالۍ کې طالب ترهګرو ۴ کړۍ ماینونه ځای پر ځای کړي وو، چې د ملي اردو ځواکونو له خوا کشف او شنډ شول، د دغه ماینونو په کشف او شنډولو سره د خونړيو چاودنو مخه ونیول شوه او د لسګونه انسانانو ژوند وژغورل شو.