بدخشان کې د طالبانو تش په نامه یوه قاضي په ګډون ۱۴ ترهګر ووژل شول
نن مازدیګر، هوایي قواوو د بدخشان ولايت فیض اباد _ د بهارک او راغستان ولسوالیو اوږدې لاره کې د ترهګرو طالبانو غونډه په نښه کړه.
چې په پایله کې د راغستان ولسوالۍ لپاره طالبانو تش په نامه یوه قاضي “ مولوي شفیق الله” په ګډون ۱۴ ترهګر ووژل شول او ۱۱ نور ټپیان شول.
همداراز دغو برېدونو کې د دښمن ۱۵ بېلابېل ډول وسلې يو اندازه مهمات او تجهیزات یې له منځه وړل شوي.