کندهار کې ۳۲ ترهګر طالبان ووژل شول

s.mohmand

تېره ورځ، دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوايي قواوو په ملاتړ، د کندهار ولایت ژیړۍ او پنجوايي ولسواليو کې ترهګرو طالبانو باندې تصفیوي عملیات ترسره کړل.

چې په پایله کې ۳۲ ترهګر طالبان ووژل شول او ۷ نور ټپیان شول.

همداراز د دښمن یوه اندازه وسلې، مهمات او چاودیدونکي توکي له منځه وړل شوي دي.