لغمان کې ۱۳ ترهګر طالبان ووژل شول

s.mohmand

تېره شپه، دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوايي قواوو په ملاتړ، د لغمان ولایت الیشنګ ولسوالۍ" نجیل" اړوند کې ترهګر طالبان په نښه کړل.

چې په پایله کې ۱۳ ترهګر طالبان ووژل شول او ۳۰ نور ټپیان شول.

همداراز د دښمن یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.