تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۳۵ طالبان ووژل شول او ۱۶۱ نور ټپیان شول

s.mohmand

دفاعي او امنيتي ځواکونو سره متقابل بریدونو او نښتو کې ۲۳۵ طالبان ووژل شول او ۱۶۱ نور ټپیان شول.

همداراز د دښمن یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي.

د دې په خواکې ۱۹ بېلابېل ډول ماینونه چې طالبانو د هېواد  په مختلفو سیمو کې د ملکي خلکو، دفاعي او امنیتي ځواکونو د تګ راتګ په لارو کې ځای پرځای کړي وو، د ملي اردو  ځواکونو له لوري کشف او خنثی شول.

دغه طالبان د هېواد ننګرهار، لغمان، نورستان، کونړ، غزني،کندهار، زابل، بلخ، فاریاب، هلمند، بغلان، بدخشان، کندوز او کاپیسا ولایتونو کې وژل شوي او ټپیان شوي دي.