هلمند کې ۲۴ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

s.mohmand



تېره ورځ، دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوايي قواوو په ملاتړ، د هلمند ولایت نادعلي او سنګین ولسوالیو کې ترهګرو طالبانو پروړاندې تصفیوي عملیات ترسره کړل.


چې په پایله کې ۹ ترهګرطالبان ووژل شول، ۱۵ نور ټپيان شول.


همداراز د ترهګرو یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي.