د پکتیا د میرزکې ولسوالۍ د طالب ترهګرو د ولکې څخه په بشپړ ډول آزاده شوه

s.mohmand

نن ګډو دفاعي او امنیتي ځواکونو د تورنجنرال جلال الدین (یفتلي) تر قوماندې لاندې د سیدکرم ولسوالۍ د بيرته نیولو بریالي عملیاتو په دوام نن د میرزکې ولسوالۍ د بیرته لاسته راوړلو په موخه عملیات ترسره کړل، او یاده ولسوالۍ او اړوند زیاتې سیمې یې په بشپړ ډول د طالب ترهګرو د شتون څخه پاکې کړې او وسله وال طالبان د ولسوالۍ څخه د درنې مرک ژوبلې او ماتې منلو څخه وروسته وتښتېدل.

یاد عملیات په بریالیتوب سره د احمډخیلو ولسوالۍ په لور پرمخ روان دي.