تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۲۹ طالبان ووژل شول او ۳۵ نور ټپیان شول

s.mohmand

دفاعي او امنيتي ځواکونو سره متقابل بریدونو او نښتو کې ۱۲۹ طالبان ووژل شول او ۳۵ نور ټپیان شول.

همداراز د دښمن یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي.

د دې په خواکې ۳۱ بېلابېل ډول ماینونه چې طالبانو د هېواد په مختلفو سیمو کې د ملکي خلکو، دفاعي او امنیتي ځواکونو د تګ راتګ په لارو کې ځای پرځای کړي وو، د ملي اردو ځواکونو له لوري کشف او خنثی شول.

دغه طالبان د هېواد، کونړ، ننګرهار، کندهار، زابل،بلخ، هلمند، کندوز، بغلان او کاپیسا ولایتونو کې وژل شوي او ټپیان شوي دي.