د هرات په زیرکوه کې ۱۳۰ طالبان د دفاعي او امنیتي ځواکونو سره يو ځای شول
د هرات ولایت زیرکوه ولسوالۍ “نورزایي” سیمه کې د حاجي مردان په مشرۍ ۱۳۰ طالبان د وسلو، مهماتو او تجهیزاتو سره یو ځای دفاعي او امنیتي ځواکونو سره یو ځای شول.
دغه یو ځای شویو کسانو د ناوړې جګړې مخه خوشې کړه او زیاته یې کړه چې موږ ټول افغانان او ورونه یو، له دې وروسته به د دفاعي او امنیتي ځواکونو سره یو ځای د تل پاتې سولې په برخه کې هڅه او کوښښ کوو.