د ننګرهار په حصارک کې د ۴ خونړیو پیښو مخه ونیول شوه

s.mohmand

تېره ورځ، طالب ترهګرو د ننګرهار ولایت حصارک ولسوالۍ اړوند ۴ کړۍ ماینونه ملکي او پوځي کسانو ته د مرګ ژوبلې اړولو په موخه ځای پر ځای کړي وو.

دفاعی او امنیتي ځواکونو د دغو ماینونو په کشف او شنډولو سره د خونړیو پیښو مخه ونیوله او د لسګونه کسانو ژوند يې وژغوره.