هرات کې ۵۰ طالب ترهګر ووژل شول

s.mohmand

تېره شپه هوايي ځواکونو د هرات ولایت پشتون زرغون ولسوالۍ اړوند «رباط نهال» سیمه کې د طالب ترهګرو په یو موټر بم او تجمع هدفمند برېدونه وکړل.

چې په پایله کې ۵۰ طالب ترهګر ووژل شول.

همدا راز د دښمن، د یو موټر بم په شمول ۴ موټر، ۱۰ موټر سایکل، ۴۰ میله بیلابیل ډول وسلې، یوه زیاته اندازه مهمات او تجهیزات له منځه یوړل شول.