کندوز کې طالبانو د ۷ مخکښو قوماندانانو په ګډون ۳۷ ترهګر ووژل شول
تېره ورځ کومانډو ځواکونو د کندوز ولایت مرکز او امام صاحب ولسوالۍ اړوند د طالب ترهګرو تجمعات په نښه کړل.
چې په پایله کې طالبانو د ۷ مخکښو قوماندانانو په ګډون، ۳۷ ترهګر ووژل شول او ۱۶ تنه نور ټپیان شول.
همدا راز په دې عملیاتو کې د دښمن ۶ موټر، یوه اندازه وسلې، مهمات او تجهیزات له منځه یوړل شول.