اروزګان کې دفاعي او امنیتي ځواکونو د طالب ترهګرو پر پټنځایونو برېدونه وکړل

s.mohmand

تېره ورځ دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوايي قواوو په ملاتړ د اروزګان ولایت خاص اروزګان ولسوالۍ اړوند د طالب ترهګرو پټنځایونه په نښه کړل.

چې په پایله کې ۳ طالب ترهګر ووژل شول او ۷ تنه نور ټپيان شول.

همدا راز د دښمن ۲ پټنځایونه، یوه اندازه وسلې، مهمات او تجهیزات له منځه یوړل شول.