ننګرهار کې ۱۱ ترهګر ووژل شول
تېره ورځ دفاعي او امنیتي ځواکونو د ننګرهار ولایت هسکه مېنې ولسوالۍ “شمي چم” او “ترلي کندو” سیمو کې د ترهګرو طالبانو پټنځای په نښه کړل.
چې په پایله کې ۱۱ ترهګر ووژل شول او ۶ نور ټپيان شول.
همداراز د دښمن ۲ پټنځایونه او یوه اندازه وسلې او مهمات یې له منځه وړل شوي.
د دې پخوا کې ۲ کړۍ ماینونه چې ترهګرو حصارک ولسوالۍ کې ځای پرځای کړي وو، د ملي اردو ځواکونو له لوري کشف او دسیمې څخه لرې چاودنه ورکړل شوه.