بغلان کې ۱۵ طالب ترهګر ووژل شول

s.mohmand

تېره ورځ دفاعي او امنیتي ځواکونو د بغلان ولایت پلخمري ولسوالۍ اړوند “باغ شمال”, “سفید خان” او "ډنډ غوري" سیمو کې پر طالب ترهګرو برېدونه وکړل.

چې په پایله کې ۱۵ طالب ترهګر ووژل شول او ۱۱ تنه نور ټپيان شول.

همداراز په دې برېدونو کې د دښمن ۱۱ میله بیلابیل ډول وسلې, ۱ پټنځای, ۳ موضع, یوه زیاته اندازه وسلې, مهمات او تجهیزات له منځه یوړل شول.