لغمان کې طالبانو د یو نښان ویشتونکي په ګډون ۱۲ ترهګر ووژل شول

s.mohmand

تېره شپه  دفاعي او امنیتي ځواکونو، د لغمان ولایت علیشنګ ولسوالۍ اړوند پر طالب ترهګرو عملیات تر سره کړل.

چې په پایله کې د یو طالب نښان ویشتونکي او یو شمېر بهرنیانیو ترهګرو په ګډون ۱۲ تنه ووژل شول او ۲ نور ټپیان شول.

همدا راز په دې عملیاتو کې د دښمن ۲ پټنځایونه یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه یوړل شول.